پکتیکا کې بیا رای شمېرنه پيل شوه

comments 0

هندوکش – پکتیکا: پکتیکا کې د هغو مرکزونو رای شمېرنه پیل شوه، چې شکایتونه پرې ثبت شوي دي.
د پکتیکا د ټاکنو ولایتي دفتر وایي، کابو ۱۳۲ مرکزونو رایې به وشمېرل شي.
دا په داسي حال کې ده، چې اورګون خلکو لاریون کړی چې ټاکنیز ولایتي دفترونه د زورواکو تر تاثیر لاندي دي، او رایي دي کابل کې کې وشمېرل شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ډاډ ورکړی چې ټول شکایتونه په دقیق ډول څېړي او خلکو ته به عدالت ورسوي.
ټاکنیزو کمېسیونونو له خلکو غوښتنه کړې چې له وخت وړاندې اعتراضونه دې نه کوي.
عمران احمدزې

Comments