پکتیکا کې باغداري پراخه شوې

comments 0

هندوکش – پکتیکا: پکتیکا کې د مالدارۍ او باغدارۍ د ملي پروژې مسئولینو په تېر مېلادي کال کې شاوخوا دوه نیم زره جریبه ځمکه باندې باغونه کرلي.
د باغدارۍ او مالدارۍ د مسوولینو د مالوماتو په اساس، پکتیکا کې پنځه اتیا سلنه خلک په باغدارۍ او مالدارۍ مصروف دي او اړتیا ده چې په دې برخه کې ورسره لازمې مرستې وشي.
بزګرانود افغان دولت د دې مرستو هر کلی کړی او ټینګار یې کړی چې دا مرستې دې پراخه او دوامداره شي.
د پکتیکا د بزګرانو لپاره په جوړ شویو باغونو کې زیات یې د میوې دي چې له دې درکه به باغوان زیات عواید په لاس راوړي او د کوکنارو له کرکیلې به راوګرځي.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply