پکتیکا ولایت کې ۱تن وسلوال طالب ووژل شو

comments 0

هندوکش ــ پکتیکا: د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱تن طالب وسلوال، چې دپاکستاني هویت درلودنکی و وژل شوی دی.
د پکتیکا ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په نوموړو عملیاتو کې وژل شوي طالب قوماندان فضل الدین نومیږي او د پاکستان اصلي اوسیدونکی دی.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د وژل شوي طالب قوماندان په ګډون یو تن طالب وسلوال ژوندي نیول شوي او له دوی څخه ګڼ شمیر سپکې اودرنې وسلې افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
عمران احمدزی

Comments