پکتیکا: هغه ناظرین وهل شوي چې ځانونه ارګ پورې منسوب ښودل

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز هغه ادعاوې بنسټه وبللې چې ګنې د یوې نوماندې ناظرین د والي په امر وهل شوي دي.
ایاز وایي، هيله مجتبی چې د ولسي جرګې نومانده وه په دې ولایت کې د کمپاینونو پرمهال ځان د ارګ نومانده معرفي کړې، په داسي حال کې چې حکومت په ټاکنو کې هیڅ مداخله نه کوي.
هیله وايي، والي لومړی د ټاکنو په کمېسیون کې ناظرینو او کمپاینرانو ته سپکې سپورې ویلي، او د وهلو اخطارونه یې ورکړل.
هیله وايي، کله چې وروسته د موضوع د سپیناوي لپاره د دې ناظرین د والي دفتر ته ورغلل، والي او ساتونکو یې هغوی ووهل، یو کس یې ترې په شخصي زندان کې پنځه ساعته بندي کړ، او دوه نور یې په وهلو وهلو له ولایت مقامه راوېستلي.
عمران احمدزۍ

Comments