پکتیکا: طالب قومندان خپل ماین وژلی

comments 0

هندوکش – پکتیکا: په پکتیکا کې یو طالب قوماندان د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
په برمل ولسوالۍ کې د لومړي کنډک قوماندان محمد ایوب وویل چې د طالبانو پر موټر د خړ تنګي په سیمه کې چاودنه شوې ده.
محمد ایوب وایي په دغه چاودنه کې طالب قوماندان یاسر له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوی دی.
د محمد ایوب په خبره ماین طالبانو ځای پرځای کړی او چاودنه یي پرې کړې ده .
همداراز د پکتیکا مرکز ښرنه کې د سیمه ییزو پولیسو پر رنجر هم موټر سایکل چاودنه شوې ده .
عمران احمدزی

Comments