پکتیکا: د نوماندانو له دفترونو وسلې ترلاسه شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: ملي امنیت پکتیکا کې د دریو نوماندانو له دفترونو درندې وسلې نیولي دي.
د ملي امنیت یوې سرچېنې ویلي، د نوماندانو له دفترونو څلور میله درندې وسلې چې پیکا او دهشکې دي نیول شوي دي.
سرچېنې د عملیاتو کره وخت او ځای نه دی ښودلی او نه یې هم د نوماندانو نومونه په ډاګه کړي.
تراوسه مالومه نه ده چې د ولسي جرګې لپاره نوماندانو دا وسلې د څه لپاره ساتلې.
عمران احمدزې

Comments