پکتیا کې ۹۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول

comments 0

هندوکش ــ پکتیا: تېره ورځ د پکتیا ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د احمدابا ولسوالۍ په اړوند مچلغو سیمه کې ۹۳ کیلو ګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو یو تن نیولی او یاد کس غوښتل نشه يي توکي له پکتیا ولایت څخه بهر ته قاچاق کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې پولیسو نیولی دی.
نیول شوي کس د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی دی.
عمران احمدزی

Comments