پکتیا کې ۸ وسله وال وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا پټان ولسوالۍ کې افغان سرتیرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي تېره شپه وسله والو د پټان مقبلو دره کې د سپاهیانو غونډۍ پر پوسته وسله وال برید کړی چې برید په شا تمبول شوی دی.
د تبسم په خبره، نښته کې یو سرتیری وژل شهید شوی او پنځه نور ټپیان دي.
تبسم زیاتوي چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې اته وسله وال هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Comments