پکتیا کې ۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش _ پکتیا: دکورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي،چې افغان ځانګړو ځواکونو دپکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ بورګي کلي کې ځانګړي عملیات ترسره کړي،چې په پایله کې یې ۷تنه طالب وسلوال وژلي او ۳تنه طالب وسلوال یې ژوندي نیولي دي. اعلامیه زیاتوي،چې دافغان ځواکونو له لوري په ترسره شوو عملیاتو کې د۷تنو وژل شوو او ۳تنو وسلوالو په نیول کیدو سربېره دطالبانو دچرسو او نشه یي توکو یو تولیدي فابریکه هم له منځه یوړل شوه. اعلامیه کې راغلي دي،چې په یاده فابریکه کې ۱۳۵۰۰کیلو ګرامه خام چرس،۱۵۰۰کیلو ګرامه بنګ،۵۰۰کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي او ګڼ شمیر نورې سپکې او درنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عمران احمد زی

Comments