پکتیا کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ پکتیا: د پکتیا امنيتي چارواکي وایي، چې د تېرې جمعې په ورځ د ګډو ځواکونو په دوو بېلا بېلو هوایي بریدونو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتیا د ولایت مقام ویاند عبدالله حسرت نن وویل، چې یاد بریدونه د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ په کلالګو او هزار خېلو سیمو کې ترسره شوي دي.
د ده په وینا په دې بریدونو کې وژل شوي ټول کسان د طالبانو په لیکو پورې اړوند دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو ددې بریدونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.
عمران احمدزی

Comments