پکتیا کې یو ماین ایښودنکی دخپل ماین په چاودنه کې ووژل شو

comments 0

هندوکش ــ پکتیا: د پکتیا ولایت ځايي چارواکي وايي، چې یوه ترهګر غوښتل د پکتیا ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ کې په لویه لاره ماین خښ کړي او بې ګناه ملکي وګړي شهیدان کړي، چې په پایله کې په ماین ایښودونکي ماین چاودنه کړې او په کې وژل شوی دي.
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت وايي، چې په یاده پیښه کې یوه کوچنۍ انجلۍ هم ټپي شوې ده او په روغتونو کې تر درملنې لاندې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د همدې ولسوالۍ د اورګوړ په سیمه کې د منصب په نوم د ترهګرو یو سر ګروپ د ماینونو د انتقال پر مهال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
عمران احمدزی

Comments