پکتیا کې یو طالب نیول شوی

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا پولیسو مرکز ګردیز کې یو مخالف وسله وال نیولی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم وایي چې دغه کس شیر نومیږي او د نعیم مخالفې وسله والې ډلې سره تړاو لري او پولیسو د کشفي راپورونو پر بنسټ د ګردیز لرګیو اډه کې نیولی دی.
تبسم زیاتوي دغه مخالف وسله وال مرکز ګردیز کې ګڼو بریدونو کې لاس درلود او اوس د ترهګرۍ ضد پولیسو څانګې ته سپارل شوی
عمران احمدزي

Comments

Leave a Reply