پکتیا کې په لوړپوړو پوځیانو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – پکتیا: راپورونه وایي، پکتیا کې دوه لوړپوړي پوځي چارواکي له چاودنې روغ ووتل.
د پکتیا پولیس وایي، چاودنه د پکتیا احمد خېلو ولسوالۍ پر امنیه قوماندان او هلته د ملي اردو د اتم کنډک پر رییس ارکان شوې چې دواړو ته کوم زیان نه دی اوښتی
د احمدخیلو امنیه قوماندان ظاهر او د دوه سوه دری تندر قول د اتم کنډک د ارکان رییس تیره شپه سیمه کې په ګزمه بوخت وو چې سټو بازار کې پرې بمي چاودنه وشوه.
تراوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم په چاودنه کې ملکي وګړو ته زیان اووښتی.
عمران احمدزې

Comments