پکتیا کې پر طالبانو برید شوی

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا سیمه ییز چارواکي وایي، په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید کې دری وسله وال وژل شوي دي.
د اریوب ځاځیو ولسوال عیدمحمد احمدزی وايي، پرون ماښام ناوخته د اریوب ځاځیو ولسوالۍ بیلاوټ سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې دری وسله وال په نښه او ځای پر ځای یې ووژل.
اریوب ځاځي پکتیا کې هغه ولسوالي ده چې د حقاني شبکې غړي پکې ورانکارې کړنې ترسره کوي، خو د افغان او بهرنیو ځواکونو تر څار لاندې دي.
په تېره یوه میاشت کې دا لسم برید دی چې د دې ولسوالۍ اړونده سیمو کې د حقاني په شبکې ترسره کیږي.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply