هندوکش – پکتیا؛ د افغان امنیتي ځواکونو په هوایې برید که د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې اوه تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
د پکتیا مطبوعاتي دفتر نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، وسله وال په دوه سراچه ګاډو کې وو چې د دقیقو کشفي مالوماتو له مخې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له لوري ورباندې هوايي برید وشو.
خبرپاڼه کاږي، په دې برید کې ۷ وسله وال وژل شوي او د طالبانو د یو قوماندن سیف الله په ګډون په کې دوه تنه سخت ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه برید کې د وسله والو دواړه موټر او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
په دې اړه طالب وسله والې ډلې تر اوسه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د غوڅ ملاتړ په چوکات کې تردې دمه د امریکایې هوایې ځواکونو په بریدونو کی ډیرې طالب وسله وال قوماندان وژل شوي دي.
عمران احمدزې
پکتیا کې هوایي برید له امله ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.