پکتیا کې هغه ښوونځي پرانیستل شول چې د نصاب نه پوره کیدو له امله تړل شوي وه

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا ځايي چارواکي وایي چې د پوهنی وزارت په هڅو او ولسي وګړو په ملتیا وتوانیدل هغه یولس ښونځي پرانیزي چې له څلورو کلونو په دیخوا تړل شوي وو.
د چارواکو په وینا، ددې ښوونځیو د تړل کېدو لامل د ټولګیو د نصاب نه پوره کېدل او هغو ته د ماشومانو نه تګ ښودل شوی دی.
چارواکي زیاتوي چې، اوس د سیمې خلک په دې قانع شول، چې خپل ماشومان به ښوونځیو ته استوي او په دې ډول دغه ښوونځي، چې لاندې یې نومونه دي پرانیستل شو
پوهنې وزارت دا یوه ستره لاسته راوړنه بولي او له ټولو هغو کسانو مننه کوي، چې په دې اړه یې مرسته کړې ده. ښوونځي د خدای او هیواد پېژندنې مرکزونه دي، چې هر ماشوم په کې د زده کړو حق لري او زموږ هر یو یې د پرانیست ساتلو مسئولیت لرو.
پوهنې وزارت ژمن دی، چې د هیواد ټولو بچیانو ته د یو ډول او ښو تعلیمي خدماتو په رسولو کې هڅې وکړي او پرېنږدي، چې زموږ بچیان له زده کړو محروم پاتې شي.
عمران احمدزې

Comments