پکتیا کې نشه يي توکي نیول شوي

comments 0

هندوکش – پکتیا: پکتیا کې ۳۵ زره کیلو ګرامه نشه یې توکي کشف او له منځه یوړل شول.
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ځانګړې قطعې د هوایي ځواک پر مټ د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ په ګل غونډۍ سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې یې د نشه یې توکو څلور ذخیرې کشف او له منځه وړل شوي دي.
په دغه ذخیرو کې ۳۲۳۸۰ کیلوگرامه چرس او ۲۹۲۰ کیلوگرامه بنگدانه له منځه وړل شوې.
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس وایي، په یادو ذخیرو کې یو اندازه وسلې او نظامي مهمات هم نیولي دي.
پولیسو په دې تړاو دوه شکمن کسان هم نیولي چې تر پوښتنو لاندې دي.
عمران احمدزې

Comments