پکتیا کې له چاوېدونکو توکو ډک پاکستاني موټر ونیول شو

comments 0

هندوکش – پکتیا: چارواکي وایي په پکتیا ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک یو پاکستاني موټر د ګردیز ښار په مربوطاتو کې نیول شوی.
د پکتیا ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیت امر دادالله هوتک وایي دغه موټر د پاکستان له میرانشاه ښار څخه پکتیا ولایت ته استول شوې وه.
د پکتیا امنیتې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ”پرون چهارشنبه د پکتیا امنیه قومندانۍ زړورو پولیسو د کشفي راپورونو پر اساس یو عراده سوپر موټر چې پر لسګونه کېلو ګرامه چاودېدونکو توکو بار و، د ګردېز ښار د بنوزیو په ساحه کې کشف او د ملي پوځ د ماین پاکونې ټیم لخوا خنثی شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې وسله والو مخالفینو غوښتل چې د دغه موټر بم په واسطه د ګردېز په ښار کې چاودنه وکړي او بېګناه کسان په شهادت ورسوي چې خوشبختانه د افغان ملي ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شوه.
د پکتیا امنیې قوماندانۍ په وینا، که څه هم د یاد موټر سره یو ځای کوم څوک نه دي نیول شوي خو د کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا یې په اړه پلټنې روانې دي.
سرچینه: خبریال

Comments