پکتیا کې طالبان په خپل ماین وژل شوي دي

comments 0

178 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم هندوکش نیوز ته په استول شوي خبر کې ویلي دي چې تیره شپه طالبانو غوښتل نیکنام سیمه د بی ګناه خلکو له منځه وړلو په موخه ماینونه ځاي پر ځاې کړي چې پر خپل ماین وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، «بیګا شپه لس بجې د زرمت ولسوالۍ اړوند نیکنام ساحه کې وسله والو غوښتل چې په عام سرک کې ماینونه خښ کړي له نیکه مرغه خپل ماین ورباندې انفجار کړی چې په نتیجه کې څلور (۴) تنه وسله وال وژل شوي او یوه سراچه موټر په ټولیزه توګه له منځه تللی».
نوموړي زیاته کړه په ورته وخت کې وسله والو طالبانو د ابراهیم خیلو په سیمه کې ( ۵) حلقې د وسایطو او پرسونل ضد ماینونه په عامه سرک کې ځای پر ځای کړی وه، خوشبختانه د پولیسو لخوا کشف او خنثی کړای شول.
په دې اړه تردې دمه طالب وسله والې ډلې څه نه دي ویلي خو د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم طالب وسله والو په ورته کړنو سره لوګر، لغمان او کندهار ولایت کې د ګن شمیر خلکو د وژلو لامل شوي دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments