پکتیا کې طالبانو ترمنځ نښتې شوي

comments 0

هندوکش – پکتیا: رسنیو سره په خبرو کې د پکتیا امنیه قوماندان ویلي چې طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اړوند نښته شوې چې له امله یې 13 کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا امنیه قوماندانې قوماندان مل پاسوال محمد عظيم هاشمي خبري رسنیو ته وویل چې د اومنې ولسوالۍ د اتو خونو په سيمه کې جګړه او ځانمرګی بريد هغه مهال رامنځته شوی؛ چې د طالبانو يوې ډلې غوښتل د افغان حکومت سره د جګړې پر ځای سوله وکړي، خو بلې ډلې يې په مقابل کې مخالفت کړی او جګړه او ځانمرګی بريد را منځ ته شوی.
ښاغلی هاشمي زیاته کړې چې تېره شپه د عبدالحق په نوم قومندان غوښتل چې نور بايد افغان حکومت سره سوله وشي او د امنيتي سرتيرو سره جګړه پایته ورسوي، چې مقابل لوري ورباندې ځانمرګی وکړ او وروسته د دوی د کسانو تر منځ وسله واله نښته رامنځ ته شوې، چې په وينا يې د دواړو لوريو څخه نهه تنه وسله وال وژل شوي او درې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنيو ته معلومات ندي ورکړې.
عمران احمدزې

Comments