پکتیا کې زیات ولور جرم وبلل شو

comments 0

43 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا احمد خیلو ولسوالۍ اوسیدونکو د قومي پریکړې له مخې د نجونو ولور دری سوه زره افغانۍ ټاکلی او سرغړوونکي به د قومي اربکیو له لوري ناغه یا جریمه کیږي .
د احمدخیلو قومي مشران وایي ، تر اوسه لسګونه نجونې په همدې ولور واده شوي چې د هلک او نجلۍ کورنې پرې خوښ دي.
د قومي مشرانو په خبره، تراوسه پنځه ویشت هغه کورنۍ جریمه شوي چې زیات ولور یې اخیستی و .
احمدخیلو همدا راز د واده ځینې لګښتونه هم راکم کړي او سرغړوونکي د قوم له مړي ژوندي وباسي .
د قومي مشرانو دا پریکړه د ځوانانو له هرکلي سره مخ ده چې په واده کې لګښتونه او ولور کم شوی دی.
تر دې وړاندې به د نجلۍ کورنۍ د هلک له کورنۍ څخه له لس ـ شل لکو افغانیو ولور اخیسته چې ډیر کله به ځوانان په مسافرۍ کې د پيسو پیدا کولو لپاره بوخت و.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments