پکتیا کې د ۱۱ پاکستاني ترهګرو په شمول ۲۷ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا په اریوب ځاځي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسلوالو تر منځ نښتو کې رامنځته شوې ه.
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) سهار رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو د دې ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د بیان خېلو په سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر یوه پوسته ډله ییز برید وکړ چې د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو له ځوابي غبرګون سره مخ شول.
مومند وایي، د نښتې په پایله کې د ۱۱ پاکستانيو او ۲ مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسلوال طالبان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپيان شول.
مومند زیاتوي، همدا راز د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.
بلخول د سیمو خلکو د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش پرېس اژانس ته وویل، چې دا هغه وژل شوي ۱۱ پاکستاني ترهګر په نورو وژل شویو او زخمي شویو طالبانو پسې راغلي وو، خو د سرحدي ځواکونو تر برید لاندې راغلل او ځای پر ځای یې ووژل.
وسله والو طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزی

Comments