پکتیا کې د پولیسو کمین طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

پکتیا کې د پولیسو کمین طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې دههندوکش – پکتیا: د پکتیا امنیه قوماندانې نه په لیږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د پولیسو په یوه کمین کې د طالب وسله والې ډلې څلور تنه وژل شوي او دوه نور یې مرګوني ټپیان دي.
خبرپاڼې لیکي کمین د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند نوي کوهي په سیمه کې د قهرمانو پولیسو لخوا ترسره شوې چې څلور تنه وسله وال مخالفین مړه او دوه تنه یې په مرګوني حالت ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې پربنست یاد کمین کې یو میل کلاشینکوف او دوه عرادې موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي چې اوس مهال د زرمت ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته لیږدول شوي دي.
خبرپاڼه لیکي د پکتیا امنیه قومندانۍ سرپرست او امنیت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي د زرمت ولسوالۍ د پولیسو مرال يې قوي وباله او له دوی څخه یې ځانګړې مننه وکړه٬چې د خپلې خاورې څخه په میړانه دفاع کوي او د دولت مخالفینو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي.
ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه وسله وال مخالفین نور د افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نلري او له شرمونکو ماتو سره مخامخ دي .

Comments

Leave a Reply