پکتیا کې د وسله والو مهم مرکزونه ونیول شول

comments 0

هندوکش – پکتیا: د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ډنډ پټان اړونده سیمو کې د وسله والو مهم مرکزونه نیول شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستیال جنرال محمد اکبر ایداش وایې د افغان امنیتي ځواکونو په تازه عملیاتو کې نري کنډو په سیمه کې د وسله والو ډلو مرکزونه نیول شوي دي.
د تندر قول اردو د لومړي لوا نوي قوماندان وویل په سویل ختیځو ولایتونو کی يې وسله وال مخالفین له سختې ماتې سره مخ کړي او د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ د نري کندو سیمه، چې د وسله والو مهم مرکزونه پکې ول د افغان پوځ لاس ته لویدلي او د وسله والې ډلې مهم جنګیالي پکې وژل شوي دي.
په اخیر کې دګروال خلیل الله خلیل د لومړي لوا نوې ټاکل شوي قومندان وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ به همغږي رامنځته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ په دې وروستیو کې سیمه ییزو خلکو هم د ترهګرو پر وړاندې جګړه کې پراخه ونډه اخیستې ده.
فرهاد شهراني – پکتیا

Comments

Leave a Reply