پکتیا کې د دولت مخالفی ډلې 45 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – پکتیا: د تندر قول اردو رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دولت مخالفې ډلې 45 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبر پر بنسټ، یاد عملیات د پکتیا په انډر، ډند پټان، مقبلو او آریوب ځاځیو ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
خبر زیاتوي چې د عملیاتو په لړ کې د ائتلاف هوايي ځواکونو د پکتیا ولایت آریوب ځاځیو ولسوالۍ د ازغنه په سیمه کې هم پر وسله والو مخالفینو هوایي برید کړی چې په پایله کې یې (۲۰) تنه وسله وال ترهګر وژل شويدي.
د تندر قول اردو ماین پاکوونکو ټیمونو لخوا د پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو په مربوطاتو کې (۱۱) کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل شويدي.
عمران احمدزې

Comments