پکتیا کې د حقاني شبکې ۵ غړي ونیول شول

comments 0

هندوکش – پکتیا: د افغانستان څارګړې ادارې نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې کارکوونکو په پکتیا کې د حقاني ترهګرې ډلې ۵ غړي نیولي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ یاد کسان چې ترهګړېز فعالیتونه یې دډیورند کرښې هغه غاړه کې ترسره کړي وو د تخریبي کړنو لپاره پکتیا ولایت ته استول شوي وول.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد کسان د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.
یاده دې وي چې په دغو عملیاتو کې له دغې ډلې دو کرولا ډوله موتر او سلاح مهمات لاسته راغلي دي.
تردې دمه حقاني شبکې ته منسوبې ډلۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزۍ

Comments

Leave a Reply