پکتیا کې د حقاني شبکې غړي وژل شوي

comments 0

د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په کمین کې د حقاني شبکې دوه غړي وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د سیدکرم ولسوال عبدالرحمن زرمتی وایي چې تیره ورځ ناوخته امنیتي ځواکونو ادرم خیلو سیمه کې وسله والو ته کمین نیولی و.

د زرمتي په خبره، د دې نښتې پایله کې یې د حقاني شبکې د استخباراتو غړی شیرزمان مشهور په عمر او یو بل وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

زرمتی زیاتوي چې دغه برید کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

د پکتیا او سویل ختیزو نورو ولایتونو ځینو سیمو کې د حقاني شبکه فعالیت لري چې په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره مخالفتونه زیات شوي دي.

د دې ډلې پرضد د افغان ځواکونو عملیات دوام لري، ځکه دا ډله د افغان وژنې لوی بریدونه ډیزاین کوي چې د پاکستان ملاتړ ورسره دی.

Comments