پکتیا کې د ترهګرو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او له منځه یوړل شوه

comments 0

هندوکش ــ پکتیا: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.
په یاده زېرمه کې څه باندې ۳۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای وو، چې تېره شپه د زرمت ولسوالۍ په ساک پتنګ کلي کې کشف او له منځه وړل شوي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو یو شمېر وسلې او نظامي تجهیزات هم په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ترهګرو له دې چاودېدونکو توکو څخه د سړک غاړې ماینونو په جوړولو او همداراز د ترورېستي پېښو په طرح او سازماندهي کې ګټه اخیسته.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په ریګي کلي کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې یو میل راکټ، دوه میله کلاشینکوفونه او یو شمېر مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې پدې عملیاتو کې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو هم نیول شوی دی.
عمران احمدزی

Comments