پکتیا کې د امنیتي ځواکونو عملیات شپږویشت طالبان وژلي

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وایي چې، د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې ۲۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.
رسنیو سره په خبرو کې، د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ویلي،چې د برمل ولسوالۍ په علي مست کلي کې د ځانګړو ځواکونو د شپې په عملیاتو ۱۰ طالبان وژل شوي او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي.
د ده په وینا ۱۶ نور وسله‌وال طالبان په هوايي حملو کې د ګیان ولسوالۍ په زاړه ګیان، خواجه خېلو او مکړ کلیو کې وژل شوي دي.
طالبانو په‌دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په پیرکوټي سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عمران احمدزي

Comments