پکتیا کې د افغان ځواکو نو د ورځې په ویاړغوڼده جوړه شوه

comments 0

هندوکش ــ پکتیا: په پکتیا ولایت کې ګڼ شمیر مدني ټولنو بنسټونو او اوسیدونکو په یوه جوړه شوې غوڼده کې د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلې او دوي ته یې د امنیتي ځواکونو د اونۍ مبارکي وویله.
په یاده جوړه شوې غونډه کې د مدني ټولنو غړو او د یاد ولایت اوسیدونکو له افغان ځواکونو مننه وکړه، چې د تاوتریخوالي د اونۍ او د سولې په ټینګښت کې خپلې هلې ځلې نه دې سپمولي.
د غونډې په پای کې د پکتیا ولایت اوسیدونکو له هېوادوالو وغوښتل، چې د سرتیرو د ملي ورځې په ویاړ( کب ۹)د افغان ځواکونوځانګړی درناوی وکړي.
عمران احمدي

Comments