پکتیا کې دیني عالمانو له طالبانو د سولې غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش – پکتیا: د افغان حکومت سولې په تړاو کومه غونډه چې پکتیا کې رامنځته شوې وو دیني عالمان له طالبانو وغوښتل چې طالبان دی نور وطن د پردیو لپاره نه ورانوي سوله دې وکړي.
غونډه چې تیره ورځ د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې جوړه شوې وه د پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر ولايتونو شاوخوا ٤٠٠ ديني عالمانو او ځينو نورو مخورو په ګډون راغلي وو.
یادې غوندې کې، د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطاالرحمن سليم وويل چې سولې ته کار د هر افغان او ديني عالمانو اسلامي وجيبه ده.
نوموړي زیاته کړه، که د دوه ډلو تر منځ جګړه پېښه شي د اسلامي اصولو پر اساس يې بايد تر منځ سوله وشي او که کومه ډله د سولې مخالفت وکړي، بايد ټول يې پر وړاندې ودريږي او د سولې منلو لپاره فشار پرې راوړی.
ديني عالم خواجه الدين حقبيان یادې غونډې کې د سولې مخالفين او د عامو خلکو وژونکي د پرديو لپاره جګړه کوونکي وبلل او ويې ويل چې افغان طالبان د سولې مخالفت نه کوي.
د یادې غونډې په پای کې دیني عالمانو یوه پړیکړه لیک صادر کې چې د افغانستان جګړه کې ښکېلې وسله والې مخالفې ډلې بايد له دې جګړې، چې د پرديو په ګټه تماميږي، لاس واخلي او رښتينې بين الافغاني سولې ته حاضر شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې طرحه وړاندې کړي چې پر بنسټ یې طالبان کولای شي افغانستان کې ترقي او ثبات لپاره افغان حکومت ترڅنګ په ګده ونډه واخلي او شته نانډریو ته د پاې ټکې کیږدي.
عمران احمدزې

Comments