پکتیا کې دیني عالمانو د سولې او اوربند غوښتته وکړه

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: په پکتیا ولایت کې سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د جګړې په ښکیلو غاړو په ځانګړي ډول په وسلوالو طالبانو غږ وکړ،چې سوله او اوربند وکړئ.
یاد دیني عالمان وایي، طالبان دې د لنډ مهاله اوربند پرځای اوږد مهاله اوربند ته غاړه کیږدي، ترڅو په هېواد کې د جګړې لمن ټوله شي.
دوی زیاتوي، سوله د هرافغان هیله ده او باید د جګړې طرفونه د ولس غوښتنو او هیلو ته درناوی وکړي.
عمران احمدزی

Comments