پکتیا کې دطالبانو سرې قطعې قوماندان ووژل شو

comments 0

هندوکش – پکتیا: دپکتیا ولایت امنیتي چارواکي وایي،چې دتیره ورځ دپکتیا ولایت په ځاځیو اریوب ولسوالۍ کې طالبانو دافغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي،چې دافغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي،چې په ترڅ کې یې دطالب وسلوالو دسرې قطعې قوماندان وژل شوی دی.
چارواکي زیاتوي،چې وژل شوی طالب قوماندان عبدالمالک نومیږي او په یاده ولسوالۍ کې په القاعده پکتیاوال مشهور و.
دوی زیاتوی،چې نوموړي په پکتیا ولایت کې په وژنو،چاودنو او ترهګریزو پیښو کې لاس درلود.
عمران احمدزی

Comments