پکتیا کې خلکو شخصي ځمکې ښوونځیو ته ورکړي

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا اوسیدونکو روان کال د شپیته ملیونه افغانیو په ارزښت دوه اوویا جریبه ځمکه د ښوونځیو لپاره ورکړې ده .

پوهنې ریاست وایي ، د پکتیا اوسیدونکو د دغه ځمکې د وقف تر څنګ څلرویشت ملیونه نقدي مرسته هم کړې چې بیلابیلو سیمو کې پرې د ښوونځیو ودانۍ رغول شوي دي.

د پکتیا د پوهنې رییس کوچی ځاځی وایي،  نږدې اوویا سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او راتلونکی کال به څلویښت ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي.

د پکتیا د خلکو دا ګام د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ دی.

د پکتیا خلکو ویلي چې دولت ته لاس تر زنې نه کیني او د پوهنې بهیر کې به لا ډيره ونډه واخلي چې د اولادونو راتلونک یې روښانه شي.

عمران احمدزی

Comments