پکتیا کې خلکو اعتراض کړی

comments 0

هندوکش – پکتیا: د ګردیز او پټان لویه لاره څمکنیو او لجه منګل ولسوالیو کې د اعتراض کوونکو له لوري تړل شوې.
اعتراض کوونکي د څمکنیو راغه کلي اوسیدونکي دي چې وایي له حکومت پیژندپاڼې غواړي خو نه ورکول کیږي.
د څمکنیو ولسوال ازاد خان وایي چې حکومت دغه خلکو ته د پیژندپاڼو ورکولو کې ستونزه نه لري خو د څمکنیو قوم یې مخالفت کوي.
اعتراض کوونکي وایي تر هغه چې غوښتنې یې نه وي منل شوي لاره تړلې ساتي.
د څمکنیو قومي مشران بیا ادعا کوي چې دغه خلک د نورو سیمو ناقلین دي د نورو سیمو تذکرې هم لري او غواړي څمکنیو کې یې دویم ځل واخلي چې دوی اجازه نه ورکړي.
د مالوماتو له مخې د راغه دغه کلي کې نږدې ۸۰۰ کورنۍ اوسي.
عمران احمدزې

Comments