پکتیا کې افغان ځواکونو کې وسلوالو طالبانو د وسلو او مهماتو ډيپو کشف کړې

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د طالب وسلوالو یوه مهمه ډیپوه کشف کړې ده.
ځايي چارواکي وايي، چې طالبانو له یادې ډیپو څخه په استفادې سره غوښتل، چې په نوموړې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه ترسره کړي.
دوی زیاتوي، چې په له نوموړې ډیپوه څخه ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته راغلې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عمران احمدزی

Comments