پکتیا کې افغان ځواکونو سره په نښته کې دطالبانو یو مهم سرګروپ وژل شوی

comments 0

هندوکش – پکتیا: د ۲۰۳تندر قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو دپکتیا ولایت په احمدخیلو ولسوالۍ کړکین سیمه کې دافغان امنیتي ځواکونو پرپوستو بریدونه کړي، چې دافغان ځواکونو له خوایې برید په شا وتمبول شو او په پایله کې دطالبانو یو مهم سرګروپ زمین الله ووژل شو.
دیاد ولایت چارواکي وایي، چې وژل شوي طالب وسلوال په احمدخیلو ولسوالۍ کې په وژنو، چاودنو او هدفي وژنو کې لاس درلود.
عمران احمدزی

Comments