پکتیا کي د موټر بم برید مخه ونیول شوه

comments 0

هندوکش_پکتیا:د ۲۰۳م تندر قول اردو مسوولین وايي، په پکتیا کې یې د موټر بم برید مخه نیولې او وايي، د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
په پکتیا کې د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو غوښتل چې د چاودیدونکو توکو ډک یو هاموې موټر په وسیله د مرکز اړوند په عبدالله کلا سیمه کې په یوه پوسته موټر بم برید وکړي چې له برید وړاندې د افغان ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی.
دی وایي، په دې برید کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
مومند همدا راز وایي، تېره ورځ د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ په اړوند سیمو کې افغان ځواکونو د هوایي او توپچي بریدونو په پایله کې ۸ وسله وال طالبان وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي.
مومند وایي، په دې بریدونو کې یې ۳ عرادې وسایط او زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه وړي دي.
مومند وایي، په دې جګړه کې ۲ سرتیري ټپيان شوي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د عبدالله کلا د پوستې تر څنګ یې د مرکز اړوند په رباط سیمه کې هم دوې پوستې نیولې دي او د لسو سرتېرو د ژوندي نیولو ترڅنګ یې ګنو نورو ته مرګ ژوبله اړولې.
عمران احمدزی

Comments