پکتیا ولایت کې یو طالب وسلوال نیول شوی

comments 0

هندوکش ــ پکتیا: افغان ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې ۱تن طالب وسلوال ژوندی نیولی دی.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې د ۱تن طالب وسلوال په نیول کیدو سربیره د طالب وسلوالو ګڼ شمیر سپکې او درنې د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي وايي په نوموړو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هیڅ ډول مالي اوځاني زیان نه دی رسیدلی.
عمران احمدزی

Comments