پکتیا اوسیدونکو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په دوام اندیښنه ښودلې

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: په پکتیا ولایت کې سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې پراخې ولسي غونډې په پایله کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په دوام اندیښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي دي، چې جګړه پای ته ورسوئ او سولې ته غاړه کیږدئ.
د ناستې برخه والو زیاته کړه، چې طالبان دبهرنیو هېوادونو په لمسون او اشاره دافغان امنیتي ځواکونو په پوستو باندې وسلوال بریدونه زیات کړي ترڅو دسولې په روانه پروسه کې لوړ امتیازات ترلاسه کړي.
دوی وایی، که طالب وسلوال د سولې پرځای پرځای جګړه انتخاب او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي کولای شي دسولې پروسه له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي.
عمران احمدزی

Comments