پکتیاوالې میرمنې سوله غواړي

comments 0

هندوکش – پکتیا: د لویې پکتیا میرمنې له طالبانو غواړي چې د سولې په اړه د ولسمشر وړاندیز شوي شرایط ومني او روانه جګړه پای ته ورسوي .
ځینې پکتیاوالې میرمنې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني کابل کنفرانس کې طالبانو ته د سولې شرایط بیخي اسان کړي او طالبانو ته په کار ده چې د سولې ټینګښت لپاره د ولسمشر غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي .
د پکتیا میرمنې د دې لپاره راټولې شوې وې چې له طالبانو وغواړي چې نورې ښځې کونډې نه کړي او میندې بورې نه کړي.
له طالبانو غوښتل شوي چې جګړه کې پردۍ ګټې دي، خو قرباني یې د دوی اولادونه کوي.
میرمنو له نورو ښځو غوښتنه کړې خپل اولادونه له جګړې راوګرځوي.
عمران احمدزې

Comments