پښتو ژبې بې ساری پرمختګ کړی

comments 0

هندوکش – کابل: یونسیف تازه شمیرې ښیې چې تېرو اتلس کلونو کې پښتو ژبې د نورو ژبو په پرتله بې ساری پرمختګ کړی دي.
د دوی ارقام ښیې چې دي کلونو کې شاوخوا لس زره پښتو کتابونه ژباړل شوي او لیکل شوي دي.
له دي سره د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلین وایې د پښتو ژبې د لا پیاوړتیا لپاره ډیر مزل پاتې او ځوانان باید د پښتو ژبې د لا پرمختګ لپاره ډیر زیار وباسې.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د پښتو ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه.
نمانځغونډه کې ټینګار شوی چې د پښتو ژبې د ترویج لپاره دې هر اړخیز اقدامات وشي چې دا ژبه بډایه او لاډیر خلک ورسره اشنا شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments