پښتون ژغورنې غورځنګ بله غونډه لري

comments 0

هندوکش – پاکستان: سبا په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بله ستره غونډه جوړیږي.
د خیبر پښتونخوا په ټانګ سیمه کې د تیرې اونۍ له غونډې وروسته به دا دویمه ستره غونډه وي چې د اونۍ له پیله ورته کمپاینونه پیل شوي دي.
دا غونډه چې مشري به یې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین کوي د لا درکو پښتنو د حق غوښتنې لپاره کیږي.
په پام کې ده چې په دې غونډه کې به له پنجاب حکومت وغوښتل شي چې د نقیب محسود په ګډون د ټولو وژل شویو پښتنو زلمو قاتلین محاکمه کړي.
د دغو غونډو په لړ کې وړمه ورځ د بلجیم په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د ودانۍ مخ ته هم پراخ لاریون شوی و.
دادان وزیري

Comments