پښتون غورځنګ دوه مشرانو ته هرکلی / نوید احمد څرک

comments 0

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران علي وزیر او محسن داوړ چې د دوشنبې په ورځ د تورخم له لارې جلال اباد او بیا کابل ته راغلل، پراخ هرکلی یې وشو.
علي وزیر او محسن داوړ ته لومړی خپل افغان ورونه تورخم کې هرکلي ته ولاړ و، د ګلان اچولو او هرکلي وروسته جلال اباد ته راغلل.
جلال اباد کې ورته خپلو ورونو داسې هرکلی وکړ چې پنجابیانو یې اور بل کړی دی، خلکو مینه ورکړه، داسې مینه چې د یوې کورنۍ مشر یې کشرانو ته ورکوي.
علي وزیر او محسن داوړ په جلال اباد کې تر هرکلي وروسته کابل ته راغلل او د یو پرتوکول له لارې د افغانستان د عظمت کور ارګ ته یوړل شول.
علي وزیر او محسن داوړ ته ارګ کې هم خلکو ښه هرکلی ویلی او دومره مینه یې ورکړې چې هیڅ فکر یې نه کو.
دواړو مشرانو د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې ګډون وکړ او ډیر زیات خوښ و چې خپل لوی کور افغانستان ته راغلي او دلته یې ښه هرکلی شوی دی.
علي وزیر او محسن داوړ تراوسه له ډيرو افغانانو او افغان چارواکو سره لیدلي او لیدنې یې لا دوام لري.
پاکستاني رسنیو باندې دې لیدنو اور بل کړی او لیکلي یې دي چې علي وزیر او محسن داوړ طیاره کې لیږدول شوي او دواړه یې تورن کړي چې بیرونۍ اجنډا مخ ته وړي.
د پآکستان حکومت، رسنیو او پنجابیانو هیڅکله دا نه لوریږي چې افغانستان کې دې د پښتون غورځنګ مشرانو دومره پراخ هرکلی وشي.
د پآکستان د لوړي وزیرانو نواز شریف او عمران خان دومره هرکلی نه دی شوی، لکه کابل کې چې د علي وزیر او محسن داوړ وشو.
دا مینه ده، دا ګډ مشترکات دي، دا ګډه ژبه ده، دا ګډ کلتور دی، دا ګډ دین دی، دا ګډه خاوره ده او پاکستان چې هر څومره هڅه وکړي چې پښتانه سره جلا کړی، و به نه توانیږی.
لر او بر پښتانه یو دی، د ډيورنډ کرښې سره بیل کړی دی، خو ویشلي یې نه دي او پښتانه په دې تمه دي چې یوه ورځ به دا کرښه له منځه ځي او پشتانه به بیا یو ځآی کیږی.
کله چې علي وزیر او محسن داوړ د پآکستان حکومت له لوري له هوایي ډګر بیرته وګرځول شول، د کوزو او برو پښتنو له پراخ غبرګون سره مخ شول.
له نیکه مرغه دې غبرګونونو رنګ راوړ او دواړو مشرانو ته اجازه ورکړل شوه.
ما د پښتون غورځنګ دوه مشرانو د هرکلي په غبرګون کې د کوزو پښتنو لیکنې ولوستې، ټول دومره خوشحاله و، لکه ټول چې لوی افغانستان ته راغلي وي او یا یې لوی افغانستان ګټلی وي.
کوزو پښتنو د خپل لوی کور افغانستان د خلکو مینه او هرکلی ستایلی او دا یې نه هیریدونکې صحنه بللې ده.
انشاءالله یوه ورځ به راځي چې د پنجاب به دا زور نه وي ختم او پښتانه به حپل حقوق ترلاسه کوي او د غلامۍ او مظلومیت له ژوند به خلاصیږي.

Comments