پښتون غورځنګ بیا د سترې غونډې تابیا نیسي / سید عبدالله پاچا

comments 0

ټاکل شوې د راروانې میلادي میاشتې په لومړۍ نیټه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د خیبر پښتونخوا چارسده کې د فخر افغان پاچاخان خاوره کې سره راټول شي.
د دې جلسې لپاره ستر کمپاین روان دی چې ټول پښتانه پکې غږ پورته کړي او د پاکستان له ظالم پوځ څخه د محکوم او مظلوم پښتون حقوق ترلاسه کړي.
دې جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبر د خوشې کیدو تر څنګ به یو ځل بیا د پاکستان پوځ ظلمونه وغندل شي او له نړیوالو به وغوښتل شي چې د پښتنو غږ واوري او له پاکستان ته حقوقو اخیستو کې همکاري وکړي.
دې ستره جلسه کې به ځوانان، سپين ږیري، مشران، خویندې او ورونه ګډون ولري او له یو لړ شعارونو سره به جلسه کې ګډون وکړي.
دا غونډه به له نورو غونډو سره په توپير وي، په پوره قوت او جوش به پشتانه چارسدې ته ځي او خپل غږ به پورته کوي.
پاکستان پوځ او ای ایس ای پوره هڅه کوي چې د دې جلسې یا مخه ونیسي او یا پکې د زیاتو خلکو ګډون پروړاندې خنډ او ځنډ رامنځ ته کړي.
له دې جلسې وړاندې په مرانشا کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې اعتراضونه دوام لري، مرانشاه کې پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزه په نوم د صرب غضب عملیاتو کې د پښتنو مارکیټونه سوځولي.
اوس د دوکانونو خاوندان د دې مارکیټونو تاوان غواړي او د دې لپاره یې اعتراضونه پيل کړي او د بېښور صوبايي اسمبلۍ سره هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو اعتراض کړی و.
لنډې کوتل کې هم پرلت دوام لري، دا پرلت وروسته له هغې پيل شو چې د عدنان شینواري جسد پيدا شو.
عدنان شینواری خاصدارو کې ملازم و او د پاکستان پوځ له درې نورو ملګرو سره نیولی و او تر پنځه ویشت ورځې بند وروسته یې جسدونه پيدا شوي دي.
شینواري په لنډي کوتل کې د عدنان لپاره د عدالت غوښتته کوي او د دې جنازه کې د پاکستان پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر علي وزیر ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
هغه ورځ چې د عدنان شینواري جنازه وه، علي وزیر له ملګرو سره د کارخانو پاټک کې درول شوی او اجازه نه ده ورکړل شوې، دا څویم ځل دی چې علي وزیر د ځينو سیمو څخه منع کیږي.
پاکستان له یوې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ پروړاندې خنډونه راپیدا کوي او له بلې خوا هڅه کوي چې دا غورځنګ وپاروي چې سخت غبرګون وښيي چې د پاکستان پلمه ورته جوړه شي چې د ټولې مبارزې مخه یې ونیسي.
پښتون غورځنګ د هرې ورځې په تیریدو لوی کیږي او دا مبارزه به یې رنګ راوړي.

Comments