پښتون د پنجاب پولیسو ته: زه در روان يم لږ په تمه شئ

comments 0

هندوکش ـ پښتونخواه: پرون شپه ناوخته  پنجابي پوليسو د پښتون ژِغورنې غورځنګ پر دفتر بريد کړی دی او د علي وزیر په ګډون يي ددې پاڅون څو مهم مشران نيولي وو چې نن سهار يي خوشې کړل.

د دوی له نيول کيدو سره سم پښتون مبارز او د پي ټي ام مشر منظور پښتين په ژوندۍ ويډيو کې ويلي دي چې پنجابي پوليس دې خپل وحشت کوي خو دی ور وران دی او ډير ژر به د حق ناره په پنجاب کې هم پورته کړي.

نوموړي ويلي دي:« سبا لاهور ته د جلسې لپاره در روان یم.»

د غورځنګ مشر منظور پشتین ویلي سبا به په هر حال کې د لاهور په موچي ګیټ کې جلسه کوي او زیاته کړې يې ده د حکومت لخوا زمونږ سره شوې جرګې او منل شوې خبرې اوس ختمې دي، ځکه د پنجاب پولیسو زمونږ د امن خوښي غورځنک یو شمیر مشران ونیول.

په پښتو او اردو ژبه په خپل پیغام کې منظور پشتین په خلکو غږ کړی چې هر څوک لاهور ته رسیدی شي ځانونه دې ورسوي، خو که څوک لاهور ته نه شي رسیدلی نو په ټول پاکستان، پښتونخوا او نوره نړۍ کې دې تور او سپين بیرغ د پاکستان پر ضد پورته کړي.

منظور ويلي دي:« دا د پاکستان د حکومت لار ده، دوي (د پاکستان حکومت) ښکاره کړه چې دوي په کومه لار روان دي. خو مونږ به خپله (پرامنه) لار نه پریږدو.»

نوموړی وايي چې د هر وحشت پوښښ په پاکستاني رسنیو کې نه کيږي خو دوی به نړۍ ته خپل غږ هر ډول چې وي رسوي.

پښتون وايي:« لاهور ته روان شئ که چیرته په لار کې بندیان شوی هغه زندانونه به هم و وينۍ چې ستاسو وروڼه پکې بنديان دي، بندیان وو او وحشت ورسره شوی دی.»

Comments