پښتان پر ډيورنډ اغزن تار نه مني

comments 0

هندوکش – پښتونخواه: پاکستان دې په درې میاشتو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه غځېدلی اغزن سیم بېرته ټول کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزير ويلي، د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې غځول شوی اغزن سیم نه شي کولاى د دواړو لورو پښتانه سره جدا کړي.

هغه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د فرضي کرښې د دواړو لوریو د سلګونو خلکو غونډې ته د وینا په مهال ویلي و چې، دغه اغزن سیم بايد په درې مياشتو کې بېرته ټول شي.

علي وزیر ویلي، د ډيورنډ کرښې دواړو لورو ته پښتانه اوسېږي، خو د پاکستان ملېشې هڅه کوي چې دوى سره بېل کړي.

په ورته خت کې هغه له افغان حکومت غوښتنه کړې چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د وژل شویو ملکي وګړو کره څېړنه دې وکړي او پايلې دې له دوی سره شريکې کړي.

دادان وزیري

Comments