پټان کې پر طالبانو هوایي برید شوی

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا پټان ولسوالۍ کې هوایي برید پنځه افغان او بهرني وسله وال وژلي دي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وايي، برید تیره شپه د پټان ولسوالۍ د مقبلو اړوند مریخیلو سیمه کې شوی د ی.
تبسم وايي، د بې پیلوټه الوتکې دغه برید کې وژل شوي څلور کسان پاکستاني وسله وال او یو هم افغان دی.
د ځایي چارواکو د مالوماتو له مخې د دې ولسوالیو په ځینو سیمو کې له طالبانو سره بهرني طالبان شته چې زیات یې پنجابیان دي.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply