پټان کې پاکستانیان په شا شول

comments 0

هندوکش – پکتیا: افغان ځواکونو پټان ته څیرمه یو ډیورنډ کرښه کې پاکستاني ځواکونه په شا کړل چې غوښتل یې په صفري نقطه پوستې جوړې کړي .
له پاکستاني ځواکونه سره په ګډه ناسته کې د افغان پوله ساتو ځواکونو ځایي قوماندان پاکستاني لوري ته وویل چې که په صفري نقطه کې د پوستو جوړول ونه دروي نو خپله وینه به پرې توی کړي .
هلته سرحدي ځواکونو پاکستانیانو ته ویلي چې هیڅکله به اجازه ور نه کړي، چې یو قدم وړاندې راشي.
د سیمې خلکو هم د پاکستان پر وړاندې وسلې راپورته کړي او غواړي چې له افغان ځواکونو سره په ګډه له خاورې دفاع وکړي .
خلکو افغان ځواکونو ته ډاډ ورکړی چې د پاکستان ځواکونو پروړاندې به ورسره اوږه په اوږه ولاړ وي او هيڅکله به اجازه ور نه کړي چې پر افغان خاوره یرغل و نه کړي.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply