پټان کې د طالبانو تر څنګ هېوادونه ماتې وخوړه

comments 0

1 Views

هندوکش – پکتیا :  ملي دفاع وزارت د پټان مقبلو دره کې د وسله والو ماتې د هغه هیوادونو ماتې وبلله چې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي چې پکتیا ولایت ته سفر کړی په ډاډ سره وویل چې د حقاني شبکې په ګډون وسله والې ډلې د ډیورنډ کرښې هغه غاړې زیات مرکزونه او ملاتړي لري.

بهرامي وویل چې له حقاني شبکې او طالبانو سره پاکستان مرسته کوي چې د ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې جګړې زیاته کړي او مرکزونه پیدا کړي.

د ملي دفاع وزیر ډاډ وښود چې د حقاني شبکي او طالبانو تر څنګ به پآکستان ته هم افغان ځواکونه اجازه ور نه کړي چې یو قدم وړاندې راشي.

له دې سره د پکتیا والي شمیم کټوازي بیا پر ډیورنډ کرښه پرتو سرتیرو ته د درنو وسلو غوښتنه کړې ده.

د کټوازي په خبره، که افغان ځواکونه درنې وسلې ولري، ولسونه یې ترشا دي او هر زبر ځواک ته به د پکتیا په هره برخه کې ماتې ورکړي.

عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments